Company Detail

Academic Quality & Standards Association
Academic Quality & Standards Association
Member Since, Aug 02, 2022
Login to View contact details
Login

About Company

د اکاډمیک کیفیت  او  سټنډرډونو اداره (اقصی) په افغانستان کې هغه تعلیمي اداره ده چې د تعلیم او تربیي د متخصصو او کارپوه اصلي غړو په مټ د هیواد په کچه د یو مخکښ تعلیمي نظام د جوړولو او ودې ورکولو په برخه کې کار کوي
:د اقصی عمومي اهداف 
  1. د یو ځانګړي او مستقل سیستم او پالیسی جوړول چې اسلامي او معاصر تعلیم پکې په درست ډول ټولنې ته وړاندې شي.
  2. د زده کوونکو د دینې معلوماتو ، وطن دوستی او تعلیمي سویي د لوړتیا په موخه په خپلو ټولو ښوونځیو کې د یو ډول مناسبو کومکي مضامینو ټاکل .
  3. تعلیمي بنسټونه د تدریس په معیاری لارو چارو او میتودونو سمبالول.
  4. تعلیمي مرکزونو کې د پر مخ تللو او مناسبو وسایلو او سیستمونو فعالول.
  5. تعلیمي ادارو کې د تعلیمي مدیریتی ځواک په دقیق ډول لوړول .
  6. تعلیمي ادارو کې د اسلامي فکر په اساس د افغان نوي نسل د شخصیت او نظر جوړول .
  7. د پر مخ تللي مناسب تدریس ،تقویتي نصاب جوړونې او تعلیمي مدیریت او ارزونې لپاره مناسب مرکزونه پرانستل.
  8. په مختلفو تعلیمي مدیریتي او تعلیمي تخصصي ظرفیتونو کې د ماسټر ترینرانو روزل.
د اکاډمیک کیفیت او سټنډرډونو اداره ( اقصی )  په لاندې څلور عمده کاري ساحو کې خپل فعالیتونه سرته رسوي
د ښوونکو روزنه (Teachers Training) :  د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د ښوونکو د لا مسلکیتوب او درسي میتودولوجي د لا تقویه کولو لپاره د تربیت مختلف روزنیزو ټرایننګونو په لار اچول
د ښوونځیو مدیریت (School Management) : د ښوونځیو د مدیریت په برخه کې چې یوه جدي ستونزه ګڼل کيږي د مسلکي مدیریت د ایجادولو لپاره روزنیز مدیریتي ټرایننګونو په لار اچول
نصاب (Curriculum): د یو موحد او ځانګړي نصاب را منځته کول
Youth leadership club:  د زده کوونکو د علمي تجربی او د رهبري مهارتونو د لوړولو لپاره روزنیز کلپ پرانیستل

Job Openings

Company Detail

  • Is Email Verified
    Yes
  • Total Employees
  • Established In
  • Current jobs
    0